اميل جان -لندن |
١٤ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-04 م |
ګرانه ګواښ صيب ښې پېرزوينې مې ومنه
ډېر ښايسته شعر دې ليکلی دی
ستا دنورو برياوو په هيله
په پښتني درنښت
اميل جان
خاطره |
١ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-22 م |
محترم ګواش صاجب!
شعر مو ډیر ښکلی دی... خدای پاک دي درته لا نور توفیق درکړي چي دغسي شعرونه وليکی.
Ahmadshah Kamawal |
٢٧ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-18 م |
ډیرښه وروره خدای دی نور توفیق هم درکړې٠
امین
سیداګل غمی |
٢٦ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-17 م |
واه واه یوځل بیا ووایه ،ډېرښه شعردې ښکلی دی کوښښ وکړه چې نور هم ښه شي
داورورسې کلیمه مې ددې لپاره درته وویله چې څه موده وړاندې دیوې نړیوالې راډیونه چاداستادشاعردروېش دراني شعروایه
کله چې نوموړي ددراني صیب شعرپاې ته ورسو نونطاق ورته وویل (ددرویش دراني ورورکوم شعرچې تاسوولوست څه ناسه تېروتنې یې لرلې خوکه چېرته درویش درانی ورورپه راتلونکي کې کوښښ وکړي شعربه یې نورهم ښه شي ) ماناداچې دیوې پښتوراډیونطاق تراوسه دپښتوژبې لوی شاعر نه پېژنده
افسوس اوبیاافسوس
مننه وروره څښتن دې سرلوړی لره
میرزا پټان |
٢٠ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-02-09 م |
ګواښ صیب شعر دې بدوکې نه دی ، خو زما په اند د اجمل اند د چینې تر سرلیک لاندې له شعره دې په کې پوره پوره ګټه پورته
ده ، زه به یې درته بېلګه ولېکم ته وايي چې :
کړېسمه دمه دلالونو خزانه يې +
د غني خان ترانې غوندې ښاېسته يې+
کوچنيوالي په شان پاکه يې معصومه +
ته د تېرې زمانې غوندې ښاېسته يې+
دانګورو له اوبو نه جوړه شوې +
خماري د مېکدې د لمونځ په شان يې+
سر تر پايه مجموعه د ثوابونو+
خوندوره د جمعې د لمونځ په شان يې +
ستا وجود زما وجود دى، ورکه مه شې +
ته مې کټ مټ دپښتو ژبې په شان يې +
دټپې غوندې په زړه کې دېره کېږې +
او خوږه يې، د بلال د خولې اذان يې +
خو اند وايي او تر تا یې ښه وايي:
ته د لمر له سپینو وړانګو نه یې جوړه+
ته د لوی څښتن د ښکلي تخلیق راز یې+
اې د اند په وچو شونډو کې چې اوسې+
ته اواز یې دټپې د نغمې ساز یې +
لکه اوښکه تک سپینه یې رڼه یې +
واه د سپین عره د خوږو اویو چینه یې+
د زبور د داودي نغمې اواز یې+
د ایلبند د کوچۍ پېغله زمزمه یې+
ای ، چې سترګې دې د نور ډکې پیالې دي+
د سپوږمۍ په څېر روانه میخانه یې+
اوس نو نه پوهېږم چې تا له اجمل اند اخیستې او که هغه له تا نه، خو تاسو ښه استعداد لرئ ، مشوره مې درته داده چې کوشش وکړه خپلې تجربې او نوښتونه په شعر کې وړاندې کړې . د پښتو ټایپ سره نابلده یم ټایپې تېروتنې به رابښئ .
میرزا پټان |
٢٠ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-02-09 م |
ګواښ صیب شعر دې بدوکې نه دی ، خو زما په اند د اجمل اند د چینې تر سرلیک لاندې له شعره دې په کې پوره پوره ګټه پورته
ده ، زه به یې درته بېلګه ولېکم ته وايي چې :
کړېسمه دمه دلالونو خزانه يې
د غني خان ترانې غوندې ښاېسته يې
کوچنيوالي په شان پاکه يې معصومه
ته د تېرې زمانې غوندې ښاېسته يې
دانګورو له اوبو نه جوړه شوې
خماري د مېکدې د لمونځ په شان يې
سر تر پايه مجموعه د ثوابونو
خوندوره د جمعې د لمونځ په شان يې
ستا وجود زما وجود دى، ورکه مه شې
ته مې کټ مټ دپښتو ژبې په شان يې
دټپې غوندې په زړه کې دېره کېږې
او خوږه يې، د بلال د خولې اذان يې
خو اند وايي او تر تا یې ښه وايي:
ته د لمر له سپینو وړانګو نه یې جوړه
ته د لوی څښتن د ښکلي تخلیق راز یې
اې د اند په وچو شونډو کې چې اوسې
ته اواز یې دټپې د نغمې ساز یې
لکه اوښکه تک سپینه یې رڼه یې
واه د سپین عره د خوږو اویو چینه یې
د زبور د داودي نغمې اواز یې
د ایلبند د کوچۍ پېغله زمزمه یې
ای ، چې سترګې دې د نور ډکې پیالې دي
د سپوږمۍ په څېر روانه میخانه یې
اوس نو نه پوهېږم چې تا له اجمل اند اخیستې او که هغه له تا نه، خو تاسو ښه استعداد لرئ ، مشوره مې درته داده چې کوشش وکړه خپلې تجربې او نوښتونه په شعر کې وړاندې کړې . د پښتو ټایپ سره نابلده یم ټایپې تېروتنې به رابښئ .
دوست |
١٦ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-02-05 م |
ټول وزګارخېل ياست، يوه وزګار ملګري زه هم اړ كړم چې دغه د چټياټو پاڼه وګورم. ټول چټياټ دي، دا په څه درد دوا كړي.
مرسل احمدزۍ |
١٤ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-02-03 م |
ګواښ صيب.
ډېر ښکلى نظم دى. ډېر ښکلى دى. دا دې لکه چې نوى ليکلى دى. خدا ىدې همدغسې ښکلې الهامونه درباندې ووروي.
ګلاب اوسي.
حبیب زی - کابل |
١١ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-01-31 م |
واو بشیره!! زورور شعر دی خودایو بند یی رانه لارورکه کړه:تانه څه پرده، ښکاره يې درته وايم
مستې مستې جينکۍ زما ملګرې
پستې شونډې يې له شاتو نه خوږې دي
سپينې سپينې ښاپېرۍ زما ملګرې
مننه!
حميدالله ځاځى |
٧ / ١١ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-01-27 م |
ګران بشير ګواښ صيب.
سلامونه
ډير ښکلى شعر ړې ويلى دى. زما خو ډير خوښ شو. خداى دې وکړي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
حميدالله ځاځى، هالينډ