نظر شولی جانانه ته خو داسی نه وی اوس لاړی قلندر شوی ته خو داسی نه وی
ښکلا دی په نړئ کې اورونه وو بل کړی اوس ژیړ او سر ببر شوی ته خو داسی نه وی
هم تا ویل چې دا نړۍ له مینی پیداشوی لدی نړۍ منکر شوی ته خو داسی نه وی
ګودر به دی د مخ په رڼا څومره وو روښانه ژیړ رنګ د ماذدیګر شوی ته خو داسی نه وی
کلې کې هم ته وی چې په زړونو کې دی ځای وو چې بیل لدی ټبر شوی ته خو داسی نه وی
دا ته هم د زخمی زړونو پټی او هم درمان وی ناسور د خپل ځیګر شوی ته خو داسی نه وی
جانان در ته د خپل زړه وینی درکړی نه لعل او نه ګوهر شوی ته خو داسی نه وی