ما دې بڼ او دې ګلونو ته بلبل غوښت
نوشدارو مې پرهرو ته د کابل غوښت
هسي نه چې دې بیا توري سترګي سرې شي
ما ښادي غوښته ما پت ستا د وربل غوښت
ما ویل چې بیا به وږي لېوان نه وي
ما په دښتو د تندیو وریو پل غوښت
ما ویل چې نور ماتم او ژړا بس ده
ما پسرلی غوښت ما د ځوځو پر ځای ګل غوښت
ما طبیب غوښت د ټول عمر دې رنځور ته
ما اختر غوښت ما دړدونو ته درمل غوښت
ما خو نه غوښتل رودونه د سرو وینو
ما د بورې مور زخمي زړه ته تسل غوښت
ما مظلوم ته د ژوندون سوکالي غوښته
ما ظالم ته د ځوانۍ مرګ او اجل غوښت