زما اوستاژوندون
د د نيا ژوند به پر خپله لار روان وي
زما او ستا ژوند ون به ختم پر جهان وي
هره ورځ به دسهارپيغام په لاس کي
د مشرق څخه راپورته لمرروښان وي
له مشرق نه به په څاڅکوترمغربه
غونډه ځمکه لنده سوې د باران وي
د اسمان سترګي به هره شپه رپيږي
پرشين مخ به يې د ستوروجوړکاروان وي
خريداره چي د لمرد تجلوده
سوداګره داسپوږمی به پرآسمان وي
معشوقوته به په غلا له غمازانو
د د يدن د زيرو وړونکي رويباران وي
سيلابود عشق به تل پرسرراخيستي
د معشوقولورته ټوله عاشقان وي
په د رياب کي دغمونوبه ډ وبسوي
داسلي ميني غوښتنکي مينان وي
په خزان کي به نري فرياد پرزړونو
له باغوڅخه وتلي بلبلان وي
د ګلانوجنازې به هم بادونو
پراوږوباندي اخيستي دخزان وي
په بيلتون کي به د ګل بورا ژړيږي
په سرواوښکوبه يې لوند ټوله ګريوان وي
محفلونه به په شمعووي روښانه
په اوروبه يې سوځلي پتنګان وي
په بهارکي به جوړسوی هري خواته
دګلانوپه ښايست يو ګلستان وي
په لحد کي به ترتوروخاورولاندي
له دنيا څخه بيل سوي انسانان وي
ابدي ژوند پردنيا نسته (سيده)
بيا به هم انسان د اوږد ژوند په ارمان وي
شاعر: سيد احمد هوتکي نيټه: ٢٠٠٧/١٠/١٠
سيداحمدهوتكي