منم ښایسته یې سپوږمی
ښه رنګینه یې سپوږمی
خو باور وکړه سپوږمی
لږ نظر وکړه سپوږمی
دومره غرور مه کوه
ښه ښایستونه شته دي
سپین سپین مخونه شته دي
شنه شنه خالونه شته دي
که دیو ځل ولیدل
بیا به حیرانه وې ته
بیا به پښیمانه وې ته
دابه له ځان سره وایې
لکه مغروره چې یم
دومره ښایسته خو نه یم
لکه لیلا د درویش
هومره پسته خو نه یم
صلاح الدین درویش ۱۳۸۷ دچنګاښ ۲۲