Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-07-31  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

زړه ته مي ګورى تاسي

زړ ه ته مي ګورئ تاسي

 

زړه مي ناپوه دى څونه

دا ليونى دي لکه چي؟

پر هغه چا دى مين

د چا له لاسه لېونى  چي دى دى

هغه چي دى يې ژړولى دى ډېر

هغه چي تل يې زخمي کړى دى دى

دى دى مين پر هغه

څوک خو پيدا سي داسي

چي دا زخمي زړګي ته

کومه چاره يې زده وي

څوک دي را وښوي دا

چي دا زخمي زړګى قانع کم څنګه

څونه مجبور يم زه

څرنګې پوه کمه زه

د چا دميني له خاطره چي مري

ها بې وفا ده دونه

يو  داسي زخم يې ورکړى ده ته

هيڅ چي دوانه لري

دا ده عجبه ډېره چي زه ژړلاى نسم

ځکه ډارېږمه له دې

چي به دا درسته نړۍ

را پوري وخنديږي

او زه ډارېږم په دې

چي به رسوا سي زما ګرانه مينه

او زه په دې وېرېږم

چي زما په ماته مينه

به پېغورونه را کي

دا بي خبره نړۍ

ځکه چي دوى په مينه نه پوهيږي

څوک دي نو زما زهيرتيا هم وګوري

سترګي له اوښکو لندې

زړه مي له غمه ډک دى

مګر پر دې برسيره

تل مي دشونډو مېلمنه وي مسکا.

محمود مرهون   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005