Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-08-06  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

چاته پته نه لګي


پروت په سره تنور يمه، چاته پتـه نه لـګـي

څه وكړم مجبور يمـه ،چاته پتـه نه لـګـي

روغ عقل په روغ بدن ټولې چارې روغې كړي

روغ نه يم رنـځور يمه ،چاته پتـه نه لـګـي

بيا مې د زړه وران ګاډى وخوت د هوس په ماين

ټول په وينو سـور يـمه، چاته پتـه نه لـګـي

هسې مې په سپينه ورځ تورې وينې قـى نه كړې

تورې شپـې ترور  يمـه ،چاته پتـه نه لـګـي

درد يې چې درمان نه شو بله څـه چاره نشتـه

خپل غاښ ته انـبور يمـه ،چاته پتـه نه لـګـي

پرې مې كړ او مات مې كړ ځكه د رواج زنځـير

خدائ ته پرې منظور يـمه ،چاته پتـه نه لـګـي

كړم د اناالحق نارې پـړى مـې په غـاړه كـې

زه ثـانـي منصور يمـه ،چاته پتـه نه لـګـي

دومره مې روا حقوق،خدايږو!لاسـته رانـه وړل

څومره چې معـذدور يمـه، چاته پتـه نه لـګـي

مال د غنيمت يې كړم،پوى نشوم مسـكيـنه پرې

ويش ئې نه كړم ،چور يمـه، چاته پتـه نه لـګـي

سيدمخمد ميسكين خوست   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005