تل دپښتون په كور سنګسارولې وي
دغـــه ســـرونه تــــل په دار ولې وي
اوس خو هرڅه لكه شيشه روشـان دي
لـــــــه مونـــږه وركــــه پكي لار ولې وي
ربـه! داســـتا پدې شــتمن جهــان كـــي
دپښتانه زامــــــن نهــــــار ولې وي
ولې يوورور ومـــري دورور له لاســـــه
دلته مـــرګــونه تـــل تـكرار ولې وي
څوك چي زمونږدژوندډپوې راوژنـــي
هــغه قـــــاتــل زمـــونــږســــــالار ولې وي
ديــوي ابۍ غيږ كــي رالوي شـي دواړه
يو يې مظلوم بل يې خونخوار ولې وي
"غــضــري” دومـــره دقــرارپه غيــږ كي
دســــتاخوږمن زړه نــاقـــــرار ولې وي