Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-10-15  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ماليدلي

دمين زړګي خبره ماليدلي () خوږغزل سوي سندره ماليدلي

دافغان پېغلوټي سرشکاوه ژړل يې () اوښتوکي له خيبره ماليدلي

په کابل کي يې لونګ رېبلي نه وو () تاکي سوال کړي پېښوره ماليدلي

په کېږديوسرې لمبې دټانګ له لاسه () ستاپه غرږکي سلېمان غره ماليدلي

په ملهم دامان باراسپي په لاردي () دوطن دزړه پرهره ماليدلي

خوشحالۍ دي خنداګاني رارواني ()ګران پاميره مروره ماليدلي

ستاغزل دي ښکلاګاني ولجه کړي ()اې ريان بختوره ماليدلي

 

احمدګل ريان   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005