Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-08-01  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

هغه بل رنګه جهان و

 

هغه شنه د لښتي غاړه
هغه لو ونه ولاړه
چې راغونډ به موږ كوچنيان و
تر دې ونې لاندې واړه
څومره ښكلى وړكتوب و
څه شيرين وختونه ولاړه
اوس تر هغه ونې لاندې
نور كوچنيان دي سره خاندي

هغه بل رنګه جهان و
نه مو غم نه مو ارمان و
له سپوږمۍ سره خبري
له سپوږمۍ سره روان و
هره لښته به مو آس كړ
هر لبړ به مو كمان و
بس جنت و زندګي وه
ځكه مور و پلار ژوندي وه

و اختر ته به خوشحال و
د خوښۍ نوى نهال و
چكني خولۍ او غاړه
څومره خوند څنګه مو خيال و
د اختر شپه چې به راغله
خو پر موږ به لكه كال و
چې را ياد شي هغه ورځې
د بېلتون لمبې مې سوځي

لوى اختر به اخترى و
په خوشال به هر زلمى و
پلار به خپله شمله تاو كړه
ورته هېښ به هر كوچنى و
غټه لو چاړه په لاس كې
د پسه به لوى خرږى و
پلار به وويل، وېريږئ
ټوله شاته ودېږئ

كله كله به شوې دوړې
د اسمان كنارې خړې
هر سپين ږيري به ويله
چي ناحقه كېږي مړي
خود به دغسي قيامت وي
نه پوهيږي دا وګړي
موږ واړه به هم زهير شوو
په دا غم كې به راګېر شوو


تېرې شوي زمانې دي
ډېر كلونه ورځي شپې دي
زه اوس ځوان يمه لوى شوى
دغه تېرې خاطرې دي
په تندي كې مې اوس ګونجې
سپين وېښتان يو څو دانې دي
هغه زما دلوبو نجونې
اوس د بل كور دي مېرمنې

اوس بيا بل رنګه حساب دى
بل مضمون او بل كتاب دى
پلار د زوى مخته حلال كړي
زوى د پلار د ژوند عذاب دى
زما په دې وړوكي ژوند كې
اوس راغلى انقلاب دى
همېش اورم كرږې ساندې
د غمو تر كيږدۍ لاندې

اېرې خاوري نه دوړيږي
شين اسمان هسي ځليږي
كانتينر د انسانانو
كه په اور كې وايشيږي
په سلګونو په زرګونو
بېګناه كه وژل كېږي
كه د ښځو پرې سېنې شي
كه ځوانان نينې نينې شي

كه ورمات يې كړي هډونه
كه ترې واړوي پوستونه
كه په سر او په غوږو كې
كه ورټكوهي مېخونه
كه د مړو پر نڅا خاندي
كه سر پرې وهې ټوپونه
خو نه دوړي نه توپان شته
لا زموږ پر سر اسمان شته

فلسطين كه چيچنيا ده
دغه څه د غم دنيا ده
عراقي وروڼه چي وينم
بس دوهمه كربلا ده
زما د زړه بغداد ته پټه
بې تميزه امريكا ده
ټول بنديان يې كړل بې پته
بې پردې او بې عزته

نور عرب دې خپل مېلې كړي
كې پر ورور بلې لمبې كړي
حبشه له لوږي مړه شول
امريكا دي خپل چړچې كړي
چي د بل چا نېستي غواړي
خداى دي دوى په اور پسې كړي
هلته زموږ دښمن انګرېز دى
دلته ورور ظالم خونرېز دى

۲۲/۶/ ۱۳۸۳

واصل حسنیار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005