غزل
تاب د ګرمۍ نه لرمه عشق كي دي سوځېږم
پرېږده چي خونك شمه د زلفو په ابشار كي
ما كي رنګيني د شوخ نظر وړانګو راوستى
هسي رنګين نه وم چيرته پروت ومه انبار كي
شونډو كي مي ځبېښه چي قيمته دي وجود كړم
تا ته پاڼي پاڼي ټوكېدلى يم بهار كي
لمر كه اووه رنګه په يو رنګ كي پټ ساتلى
مخ دي زر جلوې لري اشنا په يو ديداري كي
ګرانه ښه پوهېږې د اغيار ثنا درواغ وي
څوك دى بې بلبله چي ګل ستايي هر سهار كي