له خپل ورور سره به نوري پنجې نه ښخوو
بس ده ډېر مو كړل په وينو باندي رنګ لاسونه
له اسمانه كاڼي اوري څوك پرې غوږ نه باسي
خداى دي ورك كړي له وطنه دا د جنګ لاسونه
د بنګړو شورماشور جوړ دى د ملالو پېغلو
دا تنكۍ پېغلي مدام وهي په شرنګ لاسونه
كه مينه غواړئ د څښتن هم ابرومند واوسې
فيضانه نيسه د ترنك د شيخ ملنګ لاسونه.