ډكي له سروره خوندوري شي
اوښكي مي پرمخ راشي سندري شي
پېټى د ژوندون چي راته دروند شي نو
راشي او نغمې زما ملګري شي
ستا د ميني زور چي مي ملګرى شي
هېڅ راته د ژوند لوړي ژوري شي
ته چي په راتللو كي لږ ځنډ وكړې
تتي شي ډېوې هم مروري شي
زېرى د وصال جي دي راورسي
توري شپې هم خدايږو منوري شي
ستا د بېلتانه ورځي پر ما غروال
نه تيريږي ستړې، ستړې، ستري شي