Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-08-08  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

له څپو پاتي يو


دومره شووپردي په خپل وطن كي له پردو پاتي يو
ستوري خو لا څه چي د خپل كور له ديو پاتي يو
موږ به چي په خيال ګلان ټومبل پر تور وربل ورته
اوس د هغې تاندي له ښاماره كمڅو پاتي يو
داغ مو چي د ميني د لاله پر ځيګر خال ايښود
نن خورا په عجز يوداغ داغ له خالو پاتي يو
اوښكي شوو راوڅڅېدو لاړو د ګرېوان پر لرو
پاس ختلاى نه شو، له تنكو اننګو پاتي يو
خولې مو دي تړلي لاس و پښې به مو لا هم تړي
ګونګ يو او كاڼه يو، بس بېخي له پښتو پاتي يو
ډډي مو وهلي سره پاشو بړبوكۍ په لاس
كاڼي يو درانه يو، د سېلاب له څپو پاتي يو
سپي دي ډېر خروړى له هر څوپ سره غپا كوي
ځكه دي اشنا د خرابات له كوڅو پاتي يو
بيا به سره ګورو چي د چا پر تندي نښه ده
نن خوپه مسجد كي موږ بېخي له سجدو پاتي يو
لږ به په كرار د نن، پرون او سبا حال دركړو
دا يو څو مسرې د هوتكي له شعرو پاتي يو.

عبدالرحمن هوتكي/ زابل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005