كه څه په كاڼو ولو په اوبو كي تصويرونه
خو ګرځوو لا اوس هم په ليمو كي تصويرونه
د ښار په چوك كي ناست د شهيدانو كړو لمانځنه
موږ ځكه دي نيولي په لاسو كي تصويرونه
ښكاريږي چي د ورك ارمان په لټه پسي ګرځي
تورسري لټوي په هديرو كي تصويرونه
پاچا د وخت راځي سترګي مو باسي ړندوي مو
ساتلي مودي ځكه خپلو زړو كي تصويرونه
د چا په قربانۍ چي خاوندان د ازادۍ شوو
پټ شوي دي د هغو په ګردو كي تصويرونه.