Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-08-12  م  خپرندوی : خلیل الله سروري چا پي بڼه

كوډګره ناوې (لنډه كيسه)

تورې ورېځې د ځمكې مخ ته راټيټېدلې. د باران څاڅكي له سترګو پناه وو، ځكه خو څوك نه ليدل كېدل، دوه په دوه په برنډه كې سره ناست وو. نژدې سل متره لاندې خوړ بهېده پر دواړو غاړو يې فصلونه وو، له چنارونو څخه طلايي پاڼې غورځېدلې او په تنكۍ شوتله كې تويېدلې.
شين ګل يې اول سيل كاوه، خو وروسته تنګ شو، غوټۍ ته يې مخ ورواړاوه:
لاړ به شو، ملا نه راځي.
_ اندېښنه به يې وي.
_ د دنيا بل سر ته خو راغلي نه يو.
_ ساړه دي، بله ورځ به راشو.
_ ټيكري كې راپټ شه.
_ دومره هم سړيچن نه يم...
دواړه خاموش شول. سترګې يې په ده كې نيولې وې د هغه په وجود كې يې ژوند ليده. غوښتل يې ورخوا ته شي، غېږ ترې تاو كړي او خپل ځان ته يې نژدې كړي، خو شين ګل په جلګو كې ورك و، فكر يې په شنو لوړو ونو كې و، چې څانګې به يې يوه پر بله لګېدلې. كاغان به ترې جګېدل، كړغ كړوغ به يې كاوه، بيا به پر بله څانګه كښېناستل، غوټۍ نه پوهېده چې څه ډول يې پوه كړي، دې پسې خو ډېر ځوانان ګوري او غواړي چې په تورو زلفو كې يې كلابند شي. خو شين ګل ولې سړه اوسپنه ده.
ټيكرى يې له سپينو غومبرو (بارخوګانو) څخه نور هم شاته كړ، د ګرېوان تڼۍ يې پرانيستله، سپينه غاړه يې ترې ښكاره شوه، د برنډې چت ته يې وكتل، مرغۍ ناستې وې:
دوى هم بختور دي.
مخ يې ورته واړاوه:
څه شى؟
_ مرغۍ ښيم، څنګ په څنګ دي، ساړه به يې هم نه كېږي.
شين ګل موسك شو، سترګې يې كښته واچولې، پسې زياته يې كړه:
_ هوا ډېره يخه شوه.
_ راځه كوټې ته ننوځو.
شين ګل مخ ته شو، غوټۍ له شا پسې كوټه تورې تيارې نيولې وه، دواړه پر كټ كښېناستل، تا به ويل د مرغانو جوړه ده، د دواړو غټې ځرځې سترګې، تك سپين مخان، تنكي منځميانه هډونه او لوړې ونې وې، خو يوازې د شين ګل برېتونه راغلي وو او د سر وېښتان يې كم و، غوټۍ داسې پر ورغلې وه (ورباندې مينه وه) لكه دى يې چې د وجود وينه وي، هر رګ يې له ده نه ډك وي او بې له ده ژوند ورته ناشونى وي، خو شين ګل يې په چورت كې هم نه و، نه يې په مطلب پوهېده، له ځايه ګوښى روږدى و، سبايي به يې مال وشاړه، نژدې جلګو كې به يې څراوه.
كور ته به چې راغى غلى به ناست و، كه مېلمانه به راغلل، روغبړ به يې ورسره وكړ، نور يې د خبرو توان نه لاره.
غوټۍ ږمونځ راوباسله لاس يې پر غاړه وركښېښود:
وېښتان دې ګډوډ شوي دي.
شين ګل لاس ترې ونيوه:
پرېږده يې، نه يې ږمونځوم.
_ اوس مې ږمونځ رااخيستې ده.
_ ښه، زه يې ږمونځوم.
_ نه، نه، ته څه خبر يې، ما ته څومره ګران يې.
ورو- ورو يې ږمونځ پر تېروله:
په ځان لږ لاس وهه، اوس خو ژڼى يې.
_ دومره مې له وسه پوه نه دي.
_ زړه مې غواړي په زلفو كې مې زنګولاى.
_ دا دې لابله، په زلفو كې زنګول څه ډول وي؟
غوټۍ څه ونه ويل. ږمونځ كې وېښتان ښخ وو. ټول يې سره يوځاى كړل، له جېب څخه يې كاغذ راوايست، په كې غوټه يې كړل، بېرته يې جېب ته واچول.
_ په دې څه كوې؟ ايسته يې واچوه.
غوټۍ سوړ اسوېلى وايست:
بيا به يې اچوم.
_ ركه روغه يې،ملا څه كوې؟
_ ته څه خبر يې، ځمكه ځاى نه راكوي، زړه مې تنګ وي.
_ ولې؟
د شين ګل لاس يې ونيوه، په خپل ټټر يې كښېښوده:
_ پوهېږې، څومره ګرمې دي؟
_ څه فرق كوي؟
_ كه مريضه نه وې، د نور وجود غوندې به وي.
_ سينې خو ګرمې وي.
_ نه چا ته خو به نه وايې؟
_ ولې به وايم!
د شين ګل لاس يې نيولى و، په خپلو لاسونو كې يې ونيوه، ويې ويل:
يخ دى، لږ به تود شي.
په سترګو كې يې سره ځلېدل، خبرې يې ورسره كولې، اسوېلي يې ايستل:
_ ډېرې جنكۍ به دې په ارمان وي.
شين ګل ځمكې ته كتل، له كټ څخه ځړېدلې پښې يې ښورولې:
 ما به څه كوې؟
_ تنكى شى ښه وي، كه پټخ؟

شېبه وروسته بهر ووت، د څنډلي پر غاړه كښېناست، باد يې په سترګو كې اوښكې راوستلې، له ليرې يې خپل كورونه ليدل، اندېښمن و، چې باران ونه شي، بيا به څه ډول ځي، ټوخلې يې تر غوږه شوه. وپوهېده چې څوك راځي او د دې لپاره يې وټوخل چې موږ تيار شو.
شا ته يې مخ واړاوه، ملا پر څنډلي راواوښت، له ونې ګرد، عمرخوړلى خو لا هم تندرست، سپين كالي او پټكى يې پر اوږو پروت و. سپينه ږيره يې تر زړه رسېده.
جوړ په خير يې سره وكړ، د غوټۍ زړه ګړبېده، له خولې يې خبره ونه وتله، حيرانه پاتې وه، چې ملا څه ډول وپوهوي.
ملا ورته كتل، له څېرو څخه يې فكر كاوه، چې ورور او خور به وي، بيا يې وويل:
ته مريضه يې؟
غوټۍ غلې شوه:
هو!
د ملا سر او كار له ښځو سره دى، د هغې له چوپتيا څخه وپوهېده:
بچيه! لوركۍ-  شرمېږي، حال ويلاى نه شي، ته بهر ووځه.
شين ګل ووت، ملا په لاس كې تسپې اړولې:
ښه لورې! اوس دې حال وايه.
ملا صاحب ډېره سپېره...
_ الله دې نه كړي، په هر حال شكر په كار دى.
غوټۍ غلې شوه.
 ملا وويل:
په حال ويلو مه شرمېږه.
_ ملا صاحب زما مخ هم شاهدي وايي، چې څوكلنه به يم.
_ هو لورې! بې پردې مه شې.
_ پلار مې ظلم راسره وكړ، د پنډې خېلخانې څښتن ته يې په بن وركړم.
_ الله دې عزت وساته، صبر كوه، ستا غوندې نورې پېغلې هم شته.
_ صبر مې وكړ، خو خداى(ج) هغه كې هم پرې نه ښودم.
_ ولې لوركۍ؟
_ په تور پېكي كونډه شوم.
_ اخ خدايه، كاشكې خبر نه واى.
_ اوس مې خواښې، خسر بل زوى ته په نكاح كوي.
_ ستا په عمر پېغلې به واده هم نه وي، ښه خبره داده چې ويې كړې.
_ زه يې كوم، ك ته راسره مرسته وكړې.
_ څه؟
لږ ورنژدې شو، د څه شي كومك؟
غوټۍ لږه نوره هم ورو شوه.
_ دا ووړكى نه ده؟
_ هو!
_ ده ته مې په نكاح كوي.
_ ښه خبره ده، ستا همزولى به هم وي.
_ دى مې نه كوي.
_ بل واده به هم نه لري، ولې داسې كوي؟
_ نه پوهېږم، خو ستا لمن مې نيولې.
_ نو زه څه وكړم؟
_ دم تعويذ پرې وكړه.
د غوټۍ نوې جامې، پستې او خندانه څېره، په نكريزو سره لاسونه او په دنداسه سرې كړې شونډې يې ليدلي، فكر يې نه كاوه چې كونډه دې وي، خو شك يې د ايمان زيان ګاڼه.
په زړه كې يې تېرېدل چې كېدى شي رښتيا وايي، ولې بل څوك داسې نه كوي، دا چې چاپېريال يې خپل و، په دې پوهېده، چې ډېرې تنكۍ پېغلې زړو خلكو ته ناستې دي، نو يقين يې كاوه، چې غوټۍ به يې هم عمر خوړلي ته وركړې وه او له مرګ نه خلاصون نه شته، سړى به يې موټر وهلى وي او مړ شوى به وي، خو بيا يې هم وويل:
لورې! ته رښتيا وايې؟
_ كاشكې درواغ مې ويلاى.
_ په دم تعويذ ډېرې پيسې لګېږي.
_ هرڅومره چې غواړې دربه يې كړم.
_ استعمال يې هم ډېر مشكل دى.
_ ته يې وكړه، نور ترې خلاص يې.
ملا صاحب بالښت جګ كړ، اوږد پړى يې راواخيست له سپين ټوكر څخه يې غړلى و، ځاى پر ځاى يې غوټې (ګنډې) لرلې له ځان څخه يې كړۍ كړ.
_ داسې به يې درسره وتړم، لكه دا كړۍ چې له ما نه تاو شوې ده.
_ ډېره سپېره يم، په ټنډه كې مې ښه ورځ نه ده ليكل شوې.
_ صبر په كار دى، هرڅه به ستا په خوښه بدلېږي.
كتابچه يې راواخيستله كړكۍ يې په لاس كې ونيوله، دووړكي بوټل سر يې پرانيست، خوږ بوى كوټه ونيوله.
_ لورې! تا ته هسې تعويذ نه كوم، دا د زعفرانو رنګ دى.
_ الله دې جنتي كړه.
_ دا زعفران له كراچۍ څخه راغلي، يوه توله يې ۱۳۰۰افغانۍ ده.
غوټۍ په دې وخت كې وويل:
پلار مې روپيو ته وكتل، ماړه كور ته يې وركړم، پيسو ته ټيټه مه وايه، د غوټۍ، شين ګل او د ميندو نومونه يې زده كړل، شين ګل يې بېرته راوباله، غوښتل يې چې له تعويذ كولو وروسته يې بيا وباسي، خپل كار يې نيمايي ته رسولى نه و، د موټر غرا شوه، په برنډه كې سپينه كرولا ودرېدله.
شين ګل وويل:
تره مې راغلى، اندېښنه شوې به يې وي، غټ دنګ سړى ورننوت، غټ تور كوټ يې اغوستى و.
ږيره يې له بېخه ورسپينه شوې وه او ښودله يې چې له مجبورۍ يې توروي، له ناراستۍ پسې سپينېږي.
تر روغبړ وروسته يې وپوښتل:
ملا صاحب د څه شي دم كوې؟
ملا ليكل كول.
 وروره! د ښځو ځانته مريضۍ دي.
غوښتل يې چې ځانته يې متوجه كړي، ملا صاحب!.
ملا ليكل ودرول، كړكۍ او كاغذ يې پر ورانه كښېښودل، ده ته يې چې وكتل، نو خبره يې پسې زياته كړه:
ډېرې خوارۍ مې وكړې، اوس خداى ښه شپه راكړې:
الله دې نور هم ښه كړه.
_ پنډه خېلخانه مې ده.
غوټۍ ته يې لاس ونيوه:
دا ښځه مې د اسرات لپاره وكړه.
په خوله كې يې خبره غوټه شوه، ملا غاښ په ګوته شو.
ده زياته كړه:
يوه ورځ يې هم ښه راسره تېره نه كړه، همېش بدرد وايي

غزانورغزا/ ټل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005