غزل
پس له دی نه یوه گمنامه افسانه یم
لیونی یم له خپل ځانه بیگا نه یم
ته د پاکی مینی شعر او احساس ژبه
خو زه وایه کومه نغښتی ترانه یم ؟
ستا دعشق په لاره درومم هیڅ پوه نه یم
مرگ می بولی که ژوندون ته روانه یم ؟
گریوان څیری غم ځپلی پر یشانه
ستا پر تش غولی نن پروت دانه دانه یم
عمر تیر شو بدل نشوم عجیبه ده !
لا تر اوسه ستا دحسن دیوانه یم
کندز/85/4/25