پس له مودونه نن شپه
پاس د اسمان په سينه
د ښكلو ستورو منځ كې
دا تل په لاره
انتظارې سترګې
له مينې ډكې د نظرشونډې مې
په ورېدو ورېدو
د سپوږمۍ سپېنې ښكلا
اناري سره اننګي
په مينه مينه ښكل كړل
چې
بيا په همدې خوندونو
جوټې د خوب راغلې پرې
او په شيبه شيبه كې پټې شولې
سهار چې پاڅيدلم
پاس مې اسمان چې وكوت
په كې مې ونه لېدې
هغه د ستورو جلګې
هغه ښكلا او هغه سره اننګي.
خو زه په دې پوه نه شوم
چې ته مې خيال ته راغلې
جفا مې ياده شوه ستا.
خو نه،
زه وپوهيدم:
چې تا ښكلا لرله
او نازېدې په هغې
سپوږمۍ هم ښكلې ده لا
ښايي هغه هم ناز وكړي نور
او
له همدې نه خو زه
پوه شومه چې:
ښكلا د ناز نامه ده
په كې وفا نشته ده.