جادوګر
يو قاتل دى يو حسين دى جادوګر-جادوګر دلته
هره ورځ مي زړګى وژني په نظر جادوګر دلته
ستا ښكلا ته دلته خلك څه په نورو كتو ګوري
نه پوهېږم ولي بولي پېغمبر جادوګر دلته
بېخي رنګ يې رانه هېر اوس ، بيا مي هم په زړه كي اوسي
خدايه كله به بيا راسي مسافر جادوګر دلته
موده وشوه جنګ روان دى داسي څوك به پيدا نه شي؟
چي بدل په مينه_مينه كړي دا شر جادوګر دلته
نور زړه صبر كړه سروشه! خداى خبر چي به يې خپل كړې
تا نه زړه وړى دى داسي زورور جادوګر دلته