چه ويښې مې شوې هيلې سروغرموځان سره يوړې
تنکۍ رمې دورومې يوڅو غلوځان سره يوړې
ماوېل ګل دی دګلاب داغزوئې خبرنه وم
دنرموګوتووينې مې لېشوځان سره يوړې
شبنم دارمان اوښکې په ګل پاڼوڅاڅکي څاڅکي
دشپونه راوتلې سهروځان سره يوړې
په مخکې چه پرتې هم يو څه لارې دژوندون دي
شېبې که مې ارام وې اندېښنوځان سره يوړې
شپېلۍ مې دشپونکي په لاسکې ګنګه که کڼه شوه
فادې ئې غرڅنۍ شوې توروغروځان سره يوړې
پېيلي وودمينې ملغلرونه هارونه
دانه دانه شليدلواميلوځان سره يوړې
جنون به داحساس مې داوميدترکلي ورشي
رقيب هم لکه خاورې په سروځان سره يوړې
پخه چه اېراده وي هرمنزل ته ،اصلزيه،
ذولئ دګلوډکې حوسېلوځان سره يوړې
٢٠٠٦،٩،٢