عبدالکریم عامر
موږ د سحار روزی سحار غواړو له لمره سره
دخوب دپاره سپیره کانړی ږدو له سره سره
ما نا دیده سودا تراوسه پوری کړې نه ده
کوښښ د ښو کومه زه له هر بشره سره
په ټوله روځ کوو خواری ماښام ډوډۍ پیداکو
بازار ته درومو په سودا د ښه هنره سره
زما د امید په کور کی بل کی د خلوص یو څراغ
چه مازیګر په مخه راسی له ګودره سره
که ملامت وی څوک په موږ دمره خبره نه ده
روغه کوو په سپینه روځ له مروره سره
نه یم خبر چه به ترڅو سر په صحرا ګرزمه
عامر ته بنده د بخت لار سوه ستا له دره سره