سوځو به تر کومه لا دې اور کي خدايه څه وکړو
بلي مو لمبې سوې بيا په کور کي خدايه څه وکړو
هيڅ نه ستړی کيږي داد وخت قهر او غضب دلته
لغړي مو سرونه تل په زور کي خدايه څه وکړو
څوک به مو اواز دسوو چيغو او زخمو و اوري
خروښي چي توپونه په هر لور کي خدايه څه وکړو
نه مو دژوندون په رخسار تنده دارمان ماته
نه مو دځوانۍ باغچه سمسور کي خدايه څه وکړو
څوک انصاف ته کش کو, چاته ږغ , اوچاته عرض وکړو
هست و نېست مو دواړه په پېغور کي خدايه څه وکړو
ښکاري مو دعمر پر تندي د تاريخو ويني
بند يو د خونکار ظالم په تور کي خدايه څه وکړو
قتل په عجب ,عجب پلمو کړو د رڼا غليم
هيله مو رڼا ته وه په ښور کي خدايه څه وکړو
وګوره وصاله چي دسر په داو هم نه کېږي
دا خونړۍ لوبه په بد شور کي خدايه څه وکړو