Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-10-06  م  خپرندوی : هیواد شېرزاد چا پي بڼه

ديموکراسي

*******

بي دوه پنځوس (۱)  راوستې ده بلا ديموکراسي ده
د چور د رشوتونو او د غلا ديموکراسي ده
ولس لگيا په  خپلو لاسو وژني ولسونه
دا چا ويل غلطه ده رښتيا ديموکراسي ده
فاشيزم ،کمونيزم  بل هر، ايزم نه قربان شم
دا موږ  ته يې راوړې چې که دا ديموکراسي ده
قدم په قدم بم دی او بمبار دی او بلوا ده
سبا ديموکراسي  ده او بېگا ديموکراسي ده
کابل دی که بغداد، بيروت، چيچين که فلسطين دی
په هره خوا چې گورې هره خوا ديموکراسي ده
گونتانامو، بگرام ، ابوغريب کې چې څه کيږي
ددې زياته ليدلې چېرې چا ديموکراسي ده
زما نالوستي خلک به  ضرور پرې نه پوهيږي
دا ځکه چې دا ميډن  (۲)  امريکا ديموکراسي ده
څوک مات  درباندې نه کړي بېکسياره دا گنجی سر
لږ  پام کوه اشنا ډېره رسوا ديموکراسي ده
----------
(۱) :  B-52   امريکايي جنگي الوتکې
(۲) :  Made in

=============================

 

ديموکراسي راغله د چور کيسه بيا ښه توده ده
د مرگ د ژوبلې د ناسور کيسه  بيا ښه توده ده
ظالم دې حد ته رسېدلی په ځان خولې لګوي
د بېنوا او د مجبور کيسه  بيا ښه توده ده
چا وې شپېته امريکايان نن فلوجه کې شوه  مړه
په واشنگټن کې خو ضرور کيسه بيا ښه توده ده
افغانان بيا سره اړم شول د يو بل وينو ته
د گاونډي او د تربور کيسه بيا ښه توده ده
د بيت کيسه ده چې کافر هم مسلمان ترې بېزار
نن د صليب موسی او طور بيا ښه توده ده
يو حسين غواړي  بېکسياره دا يزيد وختونه
د کربلا او د منصور کيسه بيا ښه توده ده
=============================


زموږ دا نوی قاتل زوړ په شان هماغسې دی
ظلم هغه زياتي هغه زندان هماغسې دی
بي دوه پنځوس دي وروي گولۍ سبا او بېگا
د مړو ژوبلو  وير  ژړا فغان هماغسې دی
ديموکراسي ده خلک وايي خو په لاس د وحشت
ټوټې ټوټې مو د ژوندون گرېوان  هماغسې دی
يو په پنجشير او پروان څه وشول که نه شته جگړه
وينو کې ډوب کونړ، هلمند، ميدان هماغسې دی
موږ  ورته وکړل مينتونه که څه رحم وکړي
خو بې  پروا لا بې  پروا جانان هماغسې دی
اوښکې شرميږي به نور نه  مو که له سترگو څاڅي
د زړونو کور کې مو د غم توپان  هماغسې دی
چاته کيراړه که ژوره که جنگي کلا  ياد
په پنجوايي ريگ ديراوت دوران  هماغسې دی
تور بېکسياره شرموي چې لکه سره يرغلگر
ورته غوصه خو خړکی افغان هماغسې دی

عبدالمالک بېکسيار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005