غم كي اختر
څومره يې ډېر شولو لټون كي ستړي
نه ښكاري، نه ښكاري تور تم كي اختر
شايد شهيد يا زخمي شوى به وي
د لاري بم د لاري بم كي اختر
نوي ورانۍ نوي قبرونه وايي
سږ به د ډېرو وي په غم كي اختر
د هر چا ستوني كي سلګۍ ولاړه
سږ به څوك لمانځي ترنم كي اختر
څنګه چي تېره شوه روژه په ستم
نه غواړو هغه شان ستم كي اختر