|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-10-23 م |
خپرندوی : خلیل الله سروري |
چا پي بڼه |
ا ختر يز ه راته ياد دي هېر مې نه دي دپنډغالي تېر وختونه څه پاخه وو،ماشوم توب کې دکچه ګړۍ خوبونه يوه زه او پنځه نورې خړې پړې جينکيانې مودبې زړورې لږې شوخې لږې ورانې څنګ په څنګ به اوسيدلو که خپلوي مو سره نه وه څوک د يو ځاى څوک د بل ځاى دښمني مو سره نه وه که کورونه مو خټين وو خو دوستي مو وه ورېښمينه مونږ ګوډيانې لوبولې زندګي مو وه شيرينه په روژه کې به مونږ واړه داختر په انتظاروو چې اختر به ځنډنى شو نو ملا ته به په قار وو مياندو مونږ له جوړولې کميسونه د بخملو خداى زده څنګه به ممکن شوه غريبۍ چې به زپلو بيا چې ښکلى اختر راغى نو خوشاله مو وو زړونه په کجلو سترګې تورې په تنديو مو خالونه دکمکي اختر په ورځې خوشالۍ نه نڅېدلو دکچه ګړۍ په کيمپ کې لکه ستوري ځلېدلو په هرکور په هريو در کې داختر کيسې کېدلې هغه ورځ په خړه خاوره مهاجرې ځلېدلې دسترخوان د هرچا خور و بل په هر نغري کې اور و تورې شنې چاى پخېدلې شرنګېدلى هر يو کور و اخترى زمونږه څه و چا روپۍ به را کولې چا غوزان او ميټايانې چا هګۍ به راکولې که روپۍ به وه وړه خو مونږ ته لويه ښکارېدله داهر وخت زمونږه نه وه کال کې يو وار رسېدله ماسپخين قضا به وه چې غرڅنۍ نورو ته ووى ځئ چې ځو حيات اباد ته لېونۍ نورو ته ووى هلته لوى لوى وي کورونه نه خټينې کلا ګانې سره او سپين يې موټرونه لګېدلې پکې (ګانې ) هلته بل شانې اختر وي وايي ښکلى مازيګر وي زر به بيرته راستنې شو په يو بل به مو نظر وي مونږ د هغه خوړ نه تېر شو چې بوينې يې او به وې دبنګلو خلک ښايسته دي خو خيرنې يې او به وې اخترى به خلک راکړي مونږه داسې انګېرله د بنګلو خواته روان وو او په زړه کې مو کرله خو افسوس سره دا وايم هلته بل شانې اخترو هريو خپل فکر کې ډوب و او د بل نه مرور و هغه ځاى و بلا ښکلى خو اختر يې ډېر پيکه و چې يې مونږ ته پرې کتلې ها نظر يې ډېر پيکه و مونږ د ډېرو دروازو ته خپل سرونه ور ښکاره کړل ګوندي مونږ له به څه راکړي چې مو زړونه ور ښکاره کړل خو هر چا به دا ويلې ځئ ور ځئ الله مو مل شه مهاجرو دعا وکړئ چې اباد مو خپل کابل شه ماشومان يې بلا شوخ و دکمڅو نه يې نيولو پټاقې به يې ګوذار کړې الله ډېر يې وېرولو ها چې مونږه وې اغوستې ها جامو ته يې خندلې دوى د سترګو په کنجونو اشارې راته کولې دماښام له تيارې مخکې بيرته کېمپ لور ته روان شو هسې ورځ مو کړه خرابه په راتلو دلته ښپيمان شو څو مره ستر يې ووکورونه څومره ووړ و ددوى زړونه پکې ډېر وو نفرتونه ورک ددوى شه اخترونه دکچه ګړۍ په کيمپ کې که هر څو خړه بيديا وه غريبي وه ناداري وه خو اباده مو دنيا وه په نغريو په کوډيو په زړو زړو ليمڅيو ديو بل سره هوساوو برابروو په سياليو ها ماښام مو قسم وکړو مونږه شپږو ماشومانو بيا به دې خوا ته رانه شو خاورې شوى مو ارمان و غرڅنۍ زمونږ په مينځ کې خجالته وه روانه دبنګلو او د مالدارو له مالته وه روانه وږمه سبا بېرته شاته
|