غزل
تا که راله یو ګلاب راکړاۍ واۍ
ماله به دې ټول حساب راکړاۍ واۍ
عشقه لیونتوب خو دې را وخودو
اوس به دې یو نوی باب راکړاۍ واۍ
یه ساقي ماشوم ارمان مې تږې دی
نن به دې یو ګوټ شراب راکړاۍ واۍ
ما به درنه نور سوالونه نه کول
تا مې که د یو ځواب راکړاۍ واۍ
اوس به مې زړګی درته خودلاۍ و
خداۍ که راله دومره تاب راکړاۍ واۍ