غزل
نه رسو منزل ته دنیا ګۍ نیمګړې پاتې ده
مینه مو جانانه د ځوانۍ نیمګړې پاتې ده
ما د محبت اظهار ونکړلو فنا شومه
یاره ستا په غیږه مې سلګۍ نیمګړې پاتې شوه
نن مې در لیکلو د زړه حال خو غریو واخستم
تاته مې لیکله خو چیټۍ نیمګړې پاتې شوه
یه رقیبه خوار شې دا په څنګه وخت کې راغللې
یار ته مې کوله یوه قیصۍ نیمګړې پاتې شوه
ستا په تصورن کې یې ظاهره خلل واچو
بیا درنه د خیال هغه ماڼۍ نیمګړې پاتې شوه