که د ژوندون د تیرولو هنر نه پیژنم
خیردی ماشوم یمه ملګرو زه لا څه پیژنم
سهرې یې زیړې،اوتر ګرځي د سیالۍ نه شولو
زه د وطن غربت وهلي لوی واړه پیژنم
خوشحالي څه ته واي ګله لږ خو پوهه مې کړه
زه خو د غم سره اشنا یمه غم ښه پیژنم
دا ستا نظر کې که ساده یمه ساده به یمه
خو دومره ده چې زه په هر زړه کې تیاره پیژنم
پروردګاره دا نعمت دې خصوصي دی په ما
په تنهایۍ کې چې بلا بلا خواږه پیژنم
مینه هر چا ته ورکوم مینه بدل کې غواړم
ظاهره دغه مې هنر دی بل څه نه پیژنم