Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-11-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

غزل


 وايي چې مينه دښکلا نښه دۀ
 مينه کول خو ، دسزا نښه دۀ
 له ګوګل پورته شوې لمبې دمينې
 دغلچکي نظر رسا نښه ده
 داننګو سورخي يې کړمه خمار
 دادشرابو دصهبا نښه دۀ
 دشونډو اور يې سړولی نه شي
 دادچندڼو دکړسا نښه دۀ
 تا به لټار ګړي لوغړن به دې کړی
 دادپېلوزو دنڅا نښه دۀ
 اوس درباب له زړۀ کوکاری باسه
 دعشق سندره درښتا نښه دۀ
 که څوک ئې نه مني چې مينه څه دۀ؟
 دبلې شمعی دژړاۀ نښه دۀ
 د توتاخېل وزرونو اور اخستۍ
 دهر پتنګ دغه جزا نښه دۀ

 جرمني

رحمان ګل تو تاخيل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005