Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-12-01  م  خپرندوی : عبدالله الهام چا پي بڼه

يوژوندى مرګ

يوژوندۍ مرګ لنډه کیسه لیکوال : عبدالله الهام جمالزی زماددندې لمړۍ ورځې پدې ولايت كې تيرېدې ، ريښتياهم سختې ورځې داورځې نه هېرېدونكې وې ځكه دلمړي ځل لپاره تنهادندې ته لېږل شوى وم په پخوانۍ دنده كې چې دټاكنو په اړه وه زماملګرې لښته راسره وه هغه ډېره تېزه اوهوښياره نجلۍ وه تل به يې ماته لاره ښوده يوه ورځ چې ديوكانديدسره موله مركې وروسته دهغوى دمركې ځينې برخې سانسور كړې لښتې ماته ويلي وو. چې بې لدې چې مركه له سره ډېلېټ نه كړې اوورته ونه وايې چې كمپيوټرستونزه درلوده بل ډول ځان نه شې خلاصولۍ ريښتياهم همداسې وشول . نوموړي كانديدپه خپلوخبروكې په خپلوتېروكارونوكې ډېرژوردرواغ ويلي وو له بلې خوا هغه زموږداراديوپخوانۍ رييس وو اوپه هرڅه پوهېده ځكه به نولښتې ډېرټينګاركاوه . ريښتياهم دلښتې مشورې په درد وخوړل اوله كانديدسره بې لدې چې كومه ستونزه پيداشي دوهمې مركې ته لاره هواره شوه . نن هم ورځ خړه مالومېده لښتې وويل چې ماته مې كارونه وښايه زه به لاړه شم اوخپلې دندې به پيل وكړم . ماوويل چې نه ته به نن پاتېږې ځكه چې نن مې زړه ناكراردۍ . ريښتياهم نن مې زړه راته ويل چې كارونه پرېږده اوكورته لاړشه خونه كېدل دټاكنوورځې وې اوكانديدان راتلل خپلې مركې يې دراديوله لارې خلكوته خپرولې . كه څه هم موږاړنه وو چې حتمابايدددوى مركې خپرې كړوخوله مركزنه ويل شوي ووچې له هركانديدنه به ديوې دقيقې خبروپه مقابل كې ۱۰ ډالره اخيستل كېږي چې دابه زماپه خيال زموږخپلومالي مسولينو داتصميم نيولى وو . كارونه ډېرووله بلې خواكه زه تللى واۍ نوپه چامې څومره باورهم نه درلودچې دخپرونو مسوليت مې په غاړه وركړى واې ، لښتې وويل چې نن دټوليزقبردقاتلانوپه اړه له پخواني والي اودوه تنه پخوانيوجهادي مشرانوسره مركې لرو زه بايدله تاسره دهغه په اړه كومك شم كه څنګه ؟ ماوويل چې نه يواځې پاتې شه اوترهغه پاتې شه چې ترڅوريس نه وي راغلۍ . داريس چې څومره لوړې ذدكړې يې هم نه درلودې اوتجربه يې هم كمه وه هره ورځ به زما او ده ترمنځ دچارواكوسره داړيكوپه اړه شوروو. هغه به ويل چې موږبې له دولتي چارواكودراديوكارونه په مخ نشووړلاى . مابه څه نشوويلاى له يوې خوادراديورييس دهمدې ځاى اوسېدونكۍ وو. له بلې خواله پيسواونوم سره ډېرله نږدې بلدوواوتل به يې هڅه كوله چې خپل نوم خپوركړي اوځان ښاغلۍ خلكوته وپېژني . لښتې بياهم ټينګاروكړچې څنګه وكړي لاړه شي كه نه خومايې بياهم مخه ونيوله اوپاتې شوه . له كله نه چې زه دخپرونومسول ټاكل شوى وم لښتې هم ښه كاركاوه اوتل يې زماملاتړكاوه . خوكله كله به چې دتخنيكرپه اړه خبره ياده شوه نولښته به لږڅه په نازاوكرشموله ماتاوراتاو شوه اوله تخنيك به يې سروټكاوه زه نه پوهېدم چې ولې . زه اولښته زمادكمپيوټرشاته ناست وودپوهنې درييس مركه چې ويل يې موږپه كلكه داتورونه ردوواودايوتهمت دى ... خپرېدې مابې لدې چې لښتې ته اشاره وركړم . دسټډيوچراغ بل كړاو خپل مايك مې خلاص كړپه كمپيوټركې مې ددروېش دراني داشعردرلود چې : دښمن ته موږدواړه كمزوري شووچې وېش مووكړ غشۍ مې ورورواخيست اوماته تش كمان پاتې شو داشعرمې ترآخره ولوست يوه نرمه نغمه مې هم ورسره واچوله چې ريښتيايې هم سړۍ دخيال ددرياب تل ته غورځاوه . شعرختم شوكله چې مې لښتې ته وكتل په سترګوكې يې اوښكې راګرځېدې اوسريې په مېزتكيه كړې وو دپوښتنې په علامه يې راته سروخوځاوه چې ولې داشعراوپداسې وخت كې مركه هم روانه وه . ماهېڅ نشوويلاې ځكه زماخپله هم بل څه ته پام نه ووشوى خويواځې دامې په نظركې ووچې دا شعربايدحتمااوس خپورشي اوبس . تخنيكربه هېڅكه هم ماته څه نه ويل مابه كه هرڅه كول يواځې ننداره به مې يې كوله نن هم راته موسك وواوپوښتنوپه علامه يې راته كتل چې ولې دمركې په منځ كې . لښتې هېڅكله هم ماته دومره مينه نه وه راكړې اونه يې هم كله زه په ځان پوهولۍ وم چې ګواكې راسره مينه لري خونن چې خپرونې پاى ته ورسېدې اوداستوګنځي لورته يې روانېده نو بې پامه يې په تندي مچي كړم اوله شوره ډكې مستې خنداسره له نيوزروم ووتله . زه نن ډېرستړۍ وم له بلې خوارييس هم رانغۍ اداري كارونه هم ماته په غاړه وو اوبايد دغرمې خوب مې هم نه واى كړى . په ډول ډول سوچونوكې غرق تللۍ وم چې ناڅاپه ساتونكي دروازه پرانستله اوويې ويل چې د لښتې په كوربريدشوى دى . ماټكان وخوړاوله ځانه سره مې وويل چې ګوندې مخكې لدې چې داكورته رسېدلې وي شوى وي اودې ته كوم زيان نه وي رسېدلۍ خودې ساتونكي چې هېڅكله هم ښه زېرى نه ووكړى وويل چې شايدلښته هم پكې وژل شوې وي . ماپه بېړه بېړه كالي واغوستل اکبرته مې غږ کړ : اکبره راځه هله موټردراچالان کړه . اکبرغږنه اوریده څوځله مې غږ کړ چې لدې سره اکبردکړکۍ له لوري راغږ کړ : دایم راځه زه تیاریم خو عسکر څوک نشته رادیو هم تنها پاته کیږی صبرزه قوماندانۍ ته تلفون کوم لدې سره ابراهیم په غوسه ناکه لهجه وویل : ځه ورشه قومانداني وختي رسېدلې ده ماته قوماندانۍ خبرراکړ.‎.. لدې سره مې ترموټره ځان راورساوه اوپه بیړه مودلښتې دوی دکور لاره ونیوله ماته دلښتې کورنه وومالوم خواکبر بلد ووډیر ژریې له لنډو لارو دلښتې دوی کور ته ځان ورساوه . دلښتې دوی د کورشاوخوانږدې کورونه نه وو یواځې دا لویه کلاوه چې له کلی یوڅه دښار لورته وه شاوخواهم آرامي وه دغرمې یوه بجه به وه اوپدې وخت کې زیاتره خلک ویده هم وي . يواځنۍ ملګرې مې لښته وه چې ددې ولايت نه وه اوتل به په كارونوكې راسره هم غاړې وه . كله چې دراديورياست ته ټاكنې كېدې لښتې يوه رايه په ۱۰۰۰ ډالره راته اخيستې وه اوددې په ويناچې دايې په ژوندكې لمړى ځل ووچې خلاف كوي . لښته مې اوس بدن وه كه لښته وژل شوې وي نوبدن مې وژل شوى زه به څرنګه پدې سياسي حساسوحالاتوكې دراديوټول كارونه مخ ته وړم ... يوځل بيامې په تندي دپستواوخوږوشونډونښې راوڅرخېدې اوهغه شېبه چې دلمړي ځل لپاره لښتې له ماسره دمينې اظهاركړې وويادته راغله . دلښتې دكورمخې ته دپوليسوموټرونه هم ولاړوومګرهېڅ هم نه ښكارېدل نه دجنګ اوبريد نښانې نه دپوليسواونه دترهه ګرو . زه هم دلمړي ځل لپاره په يوداسې دام كې كېښوتم چې تراوسه مې نه په فېلم كې ليدلۍ وونه په افسانوكې . كوټې چوپ وې مافكركاوه چې پوليس به دننه په پلټنوبوخت وي اولښته به هم ژوندۍ وي . خولمړۍ كوټې ته په ننوتومې دلښتې خندانه اوخوشحاله څېره په وينوكې لت پت ولېده چې دټوليزووژنو دقبرتصويريې په لاس كې وو. بلې كوټې ته مې وروكتل چې دپوليسوآمرخلاصه خوله پروت دۍ اوله خولې يې لاهم وينې راروانې دي . شاوخواغږونه کرارکرار زمالورته په نږدې کېدو وو ماپه اکبر پسې سترګې اړولې ځکه موږیوتلفن درلود سټلایټ هغه هم له اکبرسره په موټرکې وو داکبرهم پته نه لګیده له لږځنډوروسته مې په بدن ډارننوت لړزه راباندې راغله اوزړه مې غوښتل له لښتې سره اوږد پرېوځم او په زوره زوره چیغې وکړم ... لدې سره مې له خولې چیغه ووتله : ظالمانوددې مظلومې ګناه څه وه داپرښته وه دادښکلاګانو څلۍ وو ....... های دانسانیت دښمنو .... لدې سره مې په دهلیزکې داکبرغږ واورېده چې دچیغې په څیر یې نارې کړې او هو زماګناه څه ده زه موټروان یم ... اخ .. اخ ... داکبر غږهم کرار شو ماشوخواوکتل هیڅ مې هم له وسه نه کیدل کله به مې قصد وکړ وتښتم کله به مې چیغې کړې اودخدای دښمنو موږ بې ګناه وو موږ بې ګناه یو ... په لښته ورټيټ شوم اويوه لويه چېغه مې ترخولې ووته . چې لدې سره راباندې دمسلسلو چړوګوزارونه وشول اوپه سترګومې تياره خپره شوه . كله چې مې سترګې وغړولې په يوه كنډواله كې له لښتې ،دوه تنو پوليسواودلښتې له ورورسره يوځاى پروت يم خودمه يواځې په ماكې غړېدله دلښتې سترګې چې تل به ترې ښايست اورېده اوس دتل لپاره تړلې وې اوپه سروشونډويې هم خاورې ګرځېدې تهران هفت تير دصداوسيما مېلمستون

عبدالله الهام   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005