د پسرلي تر ښکلا دنګ جانانه
پر سينه وکره لونګ جانانه
نن به دې ښه په ديدن ځان مړوم
نن دې تر ډېره يم تر څنګ جانانه
دا چې ډېر ډېر درته ځير ځير يمه زه
دا مې بلا ډېر څښلي بنګ جانانه
کله به ته هم په چا زړه وبايلې
کله به ته هم شې ملنګ جانانه
که مولا تا زما تر خوا راولي
وبه ګټم بايللی جنګ جانانه
لږ خو راوګوره د خدای په خاطر
لږ د (( باز )) ومنه قلنګ جانانه
٢٠٠٦/١١/٢٦کابل