پــــــه زرو کلـــــــــونـــــه وړانــــــــــــــدي
قــــهــــرجــــن آسمـــــــان نــه لانـــــــدي
پـــــه سپېــــــره يـــــــــو رېــګستان کي
غــمــه ډک پـــــــــــه يـــــــــــو جهان کي
هره خـــــــــــــوا دوږخ مــــــــــــوجود وو
ســــــــــرکی لــــــــــــمر اور د نمرود وو
راوړه بـــــــــــــــاد يــــــــــــــــــــــو وړه زڼه
پــــــــر درنـــــــــــه د ستني سپـــــمـــــــــه
چــــــــــــــي چــــــــاپېر تياره خوره شوه
د نــــــــــــــــــــــړۍ سينه ســـــــــــړه شـوه
تــــــــر هــــــــــوا پـــــــــــــــه جسد سپکه
زڼـــــــــــــه پـــرېـــــــوتل پــــــــــــر مځکه
تـــــــــــــــــــــــــياره ولاړه شپه سبا شوه
دشبنـــــــــم قطره پيــــــــــــــــــــــــدا شوه
زڼــــــــــي ماتــــــــــه کړلـــــــــــــــــه تنده
شــــــــــوه لنده پـــــــــــــــــــــه جسد پنډه
هــــــــــــــــره ورځ بــــــــــــه غټېدلــــــــــــه
زڼــــــــــــــــــــه نوره پــــــــــړسېدلـــــــــــــه
بــــــــيا داوچــــــــــــــاوده نيالګی شوه
دا اغــــــــــــــــــــــــاز د پسرلـــــــــی شوه
بــــــــــيا نيـــــــــــــــــــــالګي وکړه ګلونه
پــــــــــــــــــــرې راټـــــــــــول شوه بلبلونه
وني ډکــــــــــــــي له مېـــــــــــــوې شوې
پــــــــــــــر هر لــــور خورې چينې شوې
د امېـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد زڼه وړه وه
پکي پټه خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــزانه وه
کښته مځکه لـــــــــــــــــــوړ اسمان دی
په امېــــــــــــــــــــــــــــــدجهان ودان دی
کويټه د مارچ ١٩ مه نېټه ٢٠٠٥