Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-02  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

څلوريځې

د زمانې خندا      ١٤/ ١/ ١٣٤٣
 دشفق شونډې موسکۍ شوې چه بدلون دی
 د تورتم  د  شپې نه  وروسته  سباوون  دی
 کجاوې  تابوت   بار کړی  دي  شپې  ورځې
 ولسې   کاروان  روان  په   زاړه   يون  دی

سياست         زيری ٥/٥/١٣٥٦
 يو انسان اصل مو يودی په  فطرت کې
 غواړو روغه  سوله  مينه  حقيقت کې
 سره خويندې ورونه يو بابا مو يو دی
 ولې  نه  سره   جوړيږو  سياست  کې

بشريت   پامير ١٨ /٣/١٣٤٢
 که  مسلم  يو  که  هندو  او  که  فرنګ  يو
 روغه امن غواړو  ټول بد بين  د    جن  يو
 بندګان   يو  د    خالق   اصل  مو   يو  دی
 که په بڼه زيړاو سور يا  سپين توررنګ يو

www.fanasafi.com

 

فنا ساپی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005