Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-09  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

څلوريځې

حقيقت          زيری  ٥/٥/١٣٥٦
 فيلسوف، عالم،  شاعر، کارګر، دهقان  دی
 هنرمند  که  مخترع  دی  خو  انسان   دی
 بحراو بر، هوا   فضا  ستورو  کې   ګرزی
 عقل اوپوهه خيال او فکريې سرګردان دی
شهيده
 زيږولی  د  وطن    مور  په   ندرت  يې
 لوی ناجی د مرګ او ژوند ددې ملت يې
 محصل    د   استقلال     غازی   شهيده
 د  افغان  ولس  عظمت  وقار او پت  يې

نهضت - بيداری
 په مشرق  کښې  پيدا شوی بيداري  ده
 په مغرب کښې دفضا په لور خواري ده
 له دنيا  نه د شمال جنوب زړه  تور شو
 چه د ټول جهان مغرب  سره  ياري  ده

ميراث      کابل ١٣٢٩
 د ثروت او صنعت ځای امريکا ده
 سياست چال  او تدبير د اروپا  ده
 بد بختی  او  غلامی  د افريقا  ده
 د نفاق  او حوادثو  ځای ايشيا ده
عشق
 عشق د مينې او رښتيا  وفا  جوهر دی
 د  اخلاص  او  قربانۍ   ايثار  هنر  دی
 د زړه نور د روح  آواز  دژوندثمر دی
 دا الهام د خولې اقرار د زړه  باور  دی


خزان     پامير ١/١٠/١٣٣٩
 جسم او روح ماده معنی يو ځای حيوان شو
 عقل او نطق ورسره يو ځای شو انسان شو
 د  ځوانۍ   او  پيغلتوب    ژوندون   بهار و
 چه د مرګ چپاو پرې  راغی بيا  خزان  شو

نوی نغمه    ژوندون  ١٥/١١/١٣٣٩
 دا   نغمه  د مات   قلم   سانده   ژړا   ده
 ځنکدن  کښې  د  آزاد  شعر   واويلا  ده
 د  بدلون  د  ګونګوسی   خوږه   نوا  ده
 د شاعر بند شوی ستوني کښې غوغا ده
پټه آرزو    ژوندون  ١٥/١١/١٣٣٩
 په مغزو کښې مې عجيب لمسون جنون شته
 نوی  رنګ   نو ی  خيال  نوی  قانون  شته
 نه    ويلی    نه    ليکلی    دا    آرزو   شم
 نوی   ژوند   نوی   نظام  نوی  بدلون شته

فنا ساپی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005