Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-13  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

غزل

  زړګي مي ســــــــــوځي و لمبې ته ژاړي 
 لكه بندي چي زولنـــــــــــــــــــــې ته ژاړي
 
 راځه زاهده ! دوي همدلته ښه دي 
 دا خماريان دي ميخـــــــــــــــانې ته ژاړي
 
 ګيله تري مه كوه وزر ئي مات دي 
 بلبلان تــــــــــــــــــش د ګل وږمې ته ژاړي
 
 كاروان تباه سو د قسمت په تندر 
 څاروان نن بلي قـــــــــــــــــــــــــــافلې ته ژاړي
 
 ما تري خولګۍ واخسته اولس ځله 
 شيخ لا تر اوســـــــــه و تسپې ته ژاړي
 
 كډه ئي بار سوه يار له كلي ولاړي 
 اوس پښتون مل سپيرې كوڅې ته ژاړي

بسم الله پښتونمل ، کلات   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005