پخېر راغلې
د پاپيو نه دې ځار،شم پخېر راغلې
شکريه، مهرباني، ګلې مننه
ما مې ور درته دزړه دى پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه
شکر شکر دى چې راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مې بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله
سمه دمه دلالونو خزانه يې
د غني خان ترانې غوندې ښاېسته يې
کوچنيوالي په شان پاکه يې معصومه
ته د تېرې زمانې غوندې ښاېسته يې
دانګورو له اوبو نه جوړه شوې
خماري د مېکدې د لمونځ په شان يې
سر تر پايه مجموعه د ثوابونو
خوندوره د جمعې د لمونځ په شان يې
ستا وجود زما وجود دى، ورکه مه شې
ته مې کټ مټ دپښتو ژبې په شان يې
دټپې غوندې په زړه کې دېره کېږې
او خوږه يې، د بلال د خولې اذان يې
د پاپيو نه دې ځار،شم پخېر راغلې
شکريه، مهرباني، ګلې مننه
ما مې ور درته دزړه دى پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه
شکر شکر دى چې راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مې بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله
ته خبره يې چې زه څومره غمجن يم !
ته خبره يې چې زه څومره يوازې !
بس دغم پکې همېش تګ او راتګ دى
او تمبې مې د زړګي دي ورته وازې
زه د درد سره ملګرى يم، ملګرې !
غم مې ډېر کلونه وشول انډيوال دى
اوس مو راشه درشه نشته دى په منځ کې
اوس زما او د خوښۍ منځ کې دېوال دى
چې له کومې مې مور مړه ده ،زړه ناجوړ دى
د دنيا له رنګينيو ځنې موړ دى
اوس دکلي د مرغيو اواز ناست دى
اوس دښار مزه ګۍ نشته ، ښار مو سوړ دى
د پاپيو نه دې ځار،شم پخېر راغلې
شکريه، مهرباني، ګلې مننه
ما مې ور درته دزړه دى پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه
شکر شکر دى چې راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مې بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله
تانه څه پرده، ښکاره يې درته وايم
مستې مستې جينکۍ زما ملګرې
پستې شونډې يې له شاتو نه خوږې دي
سپينې سپينې ښاپېرۍ زما ملګرې
چې زه نه يم تر راتګ راپسې ژاړي
داسې ډېرې جينکۍ مې انتظار کړي
ټوله شپه ستوري زما په هکله پوښتي
لېونۍ دي، لېونۍ مې انتظار کړي
خو يوې ته مې هم زړه نه دى ورکړى
او يوه يې هم زما په زړه کې نشته
دهوس له ګناه داسې پاک او صاف يم
لکه څرنګه چې ستا په زړه کې نشته
د پاپيو نه دې ځار،شم پخېر راغلې
شکريه، مهرباني، ګلې مننه
ما مې ور درته دزړه دى پرانيستلى
قدم زما په قدم ږده، راځه دننه
شکر شکر دى چې راغلې، راشه کېنه
دمه سازه کړه، منګي نه اوبه واخله
بسم الله کړه او په شونډو مې بيا ښکل کړه
خوله خوږه کړه، له خوږو نه خواږه واخله
دا ذرې ذرې زړګوټى مې راټول کړه
دغمونو د دردونو ښاريه ده
په ياسين د مينې دم يې کړه، ملګرې !
د بد روحو د روحونو ښاريه ده
په پلومې اوښکې وچې کړه محبوبې !
داشوګير وهلې سترګې مې دمه کړه
د ديدن په ثوابونو غسل راکړه
ما د زړه په جومات ګوټي کې چېله کړه