نه مو پریږدي ژوند راځه اخلي د جانان په نامه
زموږ د سر سودا کوي دوی د حکمران په نامه
دا سي نه چي ژوند مو سي خوشاله خوندور سي تل
کله غلطي کوي دا خلګ د افغان په نامه
دار که اتکړی وي په سر سترګومو قبول دي
غازي وي که شهید بس دوئ ئې کړي د ځان په نامه
موږ هم قاتلان یو هم باغیان یو په هیواد کي
دوئ که هیواد لوټ کړلو نو سي انقلابیان په نامه
خپله به د یو پر بل زخمونو سره لاړي توکو
دا خو قصابان دي راوتلي طبیبان په نامه
تسلسل دی د سامراج په نوي شکل کي
نوم د ارتقا اخلي راځي دوئ اتلان په نامه
هله به ښېرازه خوشالي وي پر موږ ټولو تل
کله چي موږ خپل کړو لوئ افغانستان په نامه
جلالزئي