ګلۍ دا ستا واړه شرطونه منم
خو صرف دا يو شرط که دۍ بيرته واخلۍ
ګلۍ دا ستا نه به ځواني قربان کړم
ګلۍ خپل ځا ن به سپيلنۍ کړم له تا
غواړم چه وينۍ مۍ له تا قربان کړم
خو صرف دا يو شرط که دۍ بيرته واخلۍ
هغه شرط ما ته يي منل ګران دۍ
هغه شرط ما ته يي ځغمل ګران دۍ
په هغه شرط باندۍ زه بد ښکاريړم
په هغه شرط باندۍ زه سپک ښکاريړم
هم په دنيا او أخرت به سپک يم
خير دۍ ليمۍ به مۍ کړم ټيتۍ تا ته
خير دۍ دا سر به مۍ سرتور کړم تاته
خير دۍ عزرونه به هم ډير وکړمه
په ننواتو به دۍ کور ته راشم
د ستا د در به ملنګي هم وکړم
خو (سر ټيټول پښتون نه مغواره ) ته
سر ټيټو ل پښتون ته زيب نکوۍ
زما محبو بۍ صرف همدغه شرط دۍ بيرته واخله
سر ټيټول پښتون نه مه غواړه ته
ويانا اتريش