د ژوندانه شور دې جانانه ، دی بنګړو کې ویده
د مینې لمر دې دی څه ښکلی په لیمو کې ویده
خپله ښایست ګوته په خوله دې دی ښکلا ته حیران
زر پسرلي دې دي ای ګلې اننګو کې ویده
قد ته دې سوزي د حسرت اور کې شمشاد او سروه
د ختن سل نخچیره دي دتا په تلو کې ویده
شوندې دې جام ،غوټۍ، یاقوت او که شربت وګڼم
چې واړه دي ددې ټپې په دوه مصرعو کې ویده
چې ته نظره نه شې ، زه به مې لوګی کړمه ځان
د عشق اور خو مې دی تل د زړه کوڅو کې ویده
د ښاپیرو او حورو نوم به نور په خوله وانه خلم
چې کوه قاف او اسمان دي درته پښو کې ویده
چا ویل دا چې جنتونه په عقبی کې دي ټول ؟!
ماته جنت دی که دې شمه په خیالو کې ویده
ډیر دهجران د اوږدو شپو له شوګیرو ستړی یم
لږ مې په مینه کړه د زلفو په تیارو کې ویده
۲۰۰۷/۱/۱۸