ډير دروغ وايي چې وفا غزل ته رنګ ورکوي
د چا يادونه دي زما غزل ته رنګ ورکوي
منم د ښکلو ادا ګاني د غزل توري دي
مګر په سترګو کې حيا غزل ته رنګ ورکوي
موږ خو د ميني ملنګان يو چې غزلي بولو
ذاهده څه شی دي چې ستا غزل ته رنګ ورکوي
د چا چې فکر ا و خيالونه وي د بل په لاس کې
خود بې د خوږ زړګي هوا غزل ته رنګ ورکوي
که د مين شاعر غزلو ته لږ فکر وکړو
شي به څرګنده چې جفا غزل ته رنګ ورکوي
ژندونه ! نن خو دي د حال ژبه لا نور څه وايي
تا خو ويلو چې ( ويدا ) غزل ته رنګ ورکوي
غزني قره باغ
۶/۱۱/۱۳۸۴