Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-01-26  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ګرانې همزولې زما

ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه

دې كې دروغ نشته دې اوښكو ته مې وګوره لږ

دغه چې مړې مړې راتويېږي

او ګرېوان لمدوي

دغه چې يوه يوه خاطره

د دوى په ياد ورځي او ژاړي پسې

ژړا وي هر ځل ژړا

له تړمو اوښكو امېلونه جوړ كړي

هر څوك مې پوښتي

چې ته ولې ژاړې څه پېښه ده

خو حال ويلى نشم

ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه

زه چې په لاره وم روان

ما سره هېڅوك نه وي

او زه غږېږمه بې واك اختياره

داټول د مينې اغېز ما باندې دى

لارې ته نه ګورم

روان ومه سوچونه كوم

پښه مې پر تيږه باندې ونښلي او پړمخې شم

چې شمه پورته ځان يواځې حس كړم

وايم څوك نلرم دا څنګه ژوند دى

ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه

دغه د شونډو وچ پتري يې دي څرګنده نښه

دغه چې شونډې مې چاودلې دي

ترې وينې څاڅي

دا چې خندى پرې نشم

درد راته كړي

بيا هم  زما مينه ته دروغ ګڼې

باور نلرې

زه نه پوهېږمه چې

ستا زړه له څه نه دى جوړ

ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه

د ستا كوڅې ته چې درځمه

له ماشومه پوښتم

پوښتم چې څنګه يې ته

كورته درتلاى نشم

له دود وېرېږم

نه چې تورن شمه

او مينه كې ناكام پاتې شم

دا آزموينه يو ځلي تېرېږي

ګرانې همزولې زما مينه ته دروغ مه ګڼه

هر څه چې ته وايې منمه يې

خو مينه پالم

 يو منلى څه نشم

دا چې انكار وكړې له مينې

او يواځې شمه

پر تا مين يمه ريښتيا مين يم

ماسره مينه وكړه

ماسره مينه وكړه

ګرانې همزولې زما

ګرانې همزولې زما

1384\1\14

وردګ چك

حبيب وقار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005