دا نړۍ داسې ده
يو ځلې راشه زما څنګ ته راشه
په ښکلي غږ دې يوه سندره زمزمه کړه راته
چې لږ دمه شم او سندرې څخه خوند واخلمه
ها پخوانۍ سندره
چې ولې نه راځې جانانه
يو ځل بيا ووايه
خو زه پوهېږم ګلې
هر ځای چی ومه ستا غږ اورمه زه
او ستا پر پاکو احساساتو اوپر پاکو هيلو
ښه خبر يم
خو دغه ژوند داسې دی
او دا نړۍ داسې ده
نړۍ له ستونزو ډكه
هر څوك آه آه وباسي
او تاچې ګورمه زه
ته هم له دې ډلې يې
او زه پوهېږم ګلې
چی ته بل څه نه وايې
بله سندره دې په خوله نه راځي
سترګې په لاره دې ګنډلې وي
او وايې تل دا
چی ولې نه راځې جانانه
ستا انتظار مې زلفې سپينې کړې مينه
1385\9\3
د ترينكوټ ښار