و مخ ته وله ويره او و شاته وله ويره
يو لورى محفوظ نه و، هرې خواته وله ويره
موږ ټول سره را ټول وو ننوتي وو په ځان
موږ پښې غزواى نه شوې دومره زياته وله ويره
زه ناست ومه ستا زلفې را خورې ولې پر ما
زه پروت وم ستا په غېږ كې له دې پراته وله ويره
اغوستې هر دېوال وله څرمنه د بلا
څوك تلاى نه شو له كوره تر جوماته وله ويره
انسانه، له حيوانه، لويه خدايه له هر څه
خدايي كې دي له ټوله كايناته وله ويره
حافظه چي امكان د پرمختګ به و زما
را پېښه به له كوره ډېره ماته وله ويره