هغه كه وو د عقيدې مينان
دا هم منكر له عقيدې نه، نه وو
هلته كه سرۀ وو شهيدان په وينو
دلته هم جوړ وو د سرونو كتار
هغو كه ټيټ نه كړ له تورې نه سر
دوى هم په وينو كې ګولۍ سړې كړې
بلكې كه ووايم د دواړو په حق
داسې، نو هم خطا به نه يمه زه
د دواړو يو هدف يوه لاره وه
دواړو د امن ترانې ويلې
دواړه د ظلم او خلاف، خلاف وو
فقط په ځاى او په مقام كې فرق و
چا د اُحد پر خاوره وينې توى كړې
چا په مزاره كې سرونه وركړل