Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-11-17  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

تکــــرار

د ژوندون په کارو بار کې، يم ستومان له دې تکراره
اُف  زړګی يې زما شين کړ، دې اسمان له دې تکراره

دا د اس د سوو غــــــــږ دی، که يې ورځې دي تيريږي
غوږ مې کوڼ شو ستونی څيري، د زمان له دې تکراره

دا يې ګوتې شوې نور ستړې، چې يې ليک نه رارسيږي
که رويبار دی بيـــــزار شوی، د جانان له دې تکـــــــراره

اوس نو بل څه پاته نه دي، ژوند مې ستا په نوم ځار کړی
ليک دې څو څو واره لولم، يم خندان له دې تکـــــــراره

وينې وينې رابهيـــــــــــږي، د ســــرونو تود بازار دی
زړه مې چوي لویه خدایه، د انسان له دې تکـــــــراره

لا هغه يې زولنې دي، لا هغه د ځنځير شـــرنګ دی
په غوږونو کې شوې کړيکې، د زندان له دې تکراره

نور نو بس کړه دا ليکـــنه، د لامع د زړه قـلمــــــه!!
که نه شعر به دې بيا هېڅ کړي، نقادان له دې تکراره

احمد فؤاد لامع _ کابل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005