د اغلې (بلنډې بدرۍ)د شعر پسې
ټول کړي مې دلته دګلانو په شان توري
راځي له هرې خوا نه بلبلانوپه شان توري
زه شک ورباندي نه وم تري جوړه يوه غزل شي
هر خواته چي شيندم د ليوانيانو په شان توري
هر بيت کې دغيرت او د ازاد ژوندون نارې دي
قسم چې ليکئ نه شم غلامانوپه شان توري
په مينه پښتانه دي ټول کارونه د پښتو کا
ځاريږي يوتر بله د زلميانو په شان توري
نن بيا يي د غزلو لپي پورته دي نيولي
ښکاريږي چې دعا کړي ملنګانو په شان توري
ښيرا کوي ازار کوي غرض ورباندي مه کړئ
ژړيږي که مو بيل کړل عاشقانو په شان توري
په سر ور ته "ځدراڼ" د پکتياوالو پټکۍ کيښود
ور ګورۍ ځنګه ښکاري اتلانو په شان توري
په مينه ځدراڼ سويډن د مالمو ښار ٢٠٠٦،١٢،٢٠