څوک مې دودونه رانه وړي او څوک مې ژبه اخلي
څوک می کورونه لوټوي ژوند بی موجبه اخلي
څوک مجا هد القاعده څوک طا لبان راتپي
څوک رانه دین د دین په نوم او بی مذهبه اخلي
چا اسامه راته لارښود کړو چا زلمئ خلیلزاد
ښه په پسته رانه ادب دا بی ادبه اخلي
زه ورته غټی غټی ګورم چې نور څه کوي دا
دا بی حیا شین سترګي کار له ډیر غضبه اخلي
دوی راته یو لاس کې ټوپک بل کی قرآن نیولئ
زما ساده ورونه مانا تری بی مطلبه اخلي
دکور خاوندته وایی تبار شه غله په شا ډبوي
ځانګړې ګټې دوې زمونږ له اخ او ډبه اخلي
قوم دغفلت په خوب ویده دئ خدمتګار ژړیړیږي
دلوې افغان دوښمن قصور له دې سببه اخلي
مزدورزوې