زه پوهيږم زما نه يي
خو لما نه جدا نه يي
که هر څومره ليرې اوسې
زما سترګو پناه نه يي
د هر چا زړه کې اوسېږې
زما زړه کې تنها نه يي
قسم تا باندې مين يم
که مې خپل که بيګانه يي
په هر چا يي مهربانه
مهربانه په ما نه يي
بېوفا نه وفا غواړې
په حال نه يي ديوانه يي
وفي هر وختې ګيلې کړې
ته لا پوه به مينه نه يي