ساقی راشه راخپره شه دی دنیا نه می په تلوکړه ټول غمونه می درواخله ما شاهین دآسمانو کړه
نور زغملی یې زه نشم څه محشر می په زړګی دی را نژدی کړه خوږی شوندی بیا می مست په ولولو کړه
نه د عقل خلګ غواړم نه اصول می په زړګی دی چی د عقل جنازی شی بیا می ښمار په لیونو کړه
نا معلوم راته منزل دی په هر لوری می تیاره ده ته می ورځ شه ته می لمر شه تیاری ورکی په ډیوو کړه
دا لویدلی رټیدلی چی می وینی داسی کله خو زه نه وم
اور می بل کړه په سرو وینو ما پتنګ د سرو لمبو کړه
څاڅکی څاڅکی را وریږی نری اوښکی پر ګریوان تور قسمت چی په خندا شی داسی رڼا په لیمو کړه
څه ظالم توپان رالوتی زما د هیلو پر کاروان تور غضب په دی توپان شه چی فرعون هم په سجدو کړه
د شپونکی به دا انجام وی چی یاری کوی د ښکولو سینه ډکه د پرهرو شپه سحر په شوګیرو کړه
ساقی راشه راخپره شه دی دنیا نه می په تلوکړه
ټول غمونه می درواخله ما شاهین دآسمانو کړه