ستاد دعـا له برکتـه زړه ته ســـــا تيروم
د ژوندون ډيره برخه ياره په سودا تيـروم
د ښارد د ميني ښا پيريو ته هيڅ بد نه وايم
دبدو سترګولـه نظره يي په غــــلا تيروم
د عقيدي پيره تحــفه د کرامت دي راکړه
ژرشه رادانګه شپي په دښت د کربلا تيروم
ستا تربڼو لاندي سلـګۍ وهم شرين جانانه
بلا غمونه دي په لـوې زړه په خندا تېروم
د ښکلو سترګو نذراني ته دي څـه نه لرمه
دزړګي سره دلته ژوند په بسم الله تـيروم